IQNA

په فرانسې کې د مسلمانانو پر وړاندې  توکمپالې  کړنې زیاتې شوې

5:46 - September 20, 2025
د خبر لمبر: 3491734
ایکنا - د یوې څیړنې له مخې، په فرانسه کې له  هرو درو مسلمانانو څخه دوه کسان د توکمپالنې  قرباني دي.

 ایکنا نیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي، د فرانسې د Ifop انسټیټوت له خوا د پاریس د لوي جومات په ملاتړ ترسره شوې یوې مطالعې په فرانسې کې د اوسیدونکو مسلمانانو پر وړاندې د توپیر بیلابیل ډولونه روښانه کړل. د فرانسوي مجلې «ژون افریک» په وینا، د دغې مطالعې پایلې حیرانوونکې وې او دا ئې تایید کړې چې اسلاضده پروسه  په زیاتیدو ده.

دغې مجلې تشریح کړه چې د مطالعې پوښتنه ساده وه: «آیا تاسو فکر کوئ چې په تېرو پنځو کلونو کې د توکمپالنې د کړنو قرباني شوي یاست؟» ۶۶ سلنه فرانسوي مسلمانانو دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی.

په مقابل کې، د نورو دینونو په پیروکارو کې دا  پيښه  له ۱۸ فیصدو څخه زیاته نه وه.

د دې مطالعې د پایلو له مخې، هغه نیمائي مسلمانانو چې ویلي ئې دي توکمپالنه ئې تجربه کړې، دا ئې خپل دین ته منسوب کړې. نورو ئې دا د خپل اصلي یا فرضي ملیت (۲۵ فیصده) او د پوستکي رنګ (۲۲ فیصدو) سره تړلې ده.

په دغې څیړنې کې راغلي: هغه شمېرې چې په «فرانسې کې د مسلمانانو پر وړاندې د  توپير مخه نیونکو » له خوا د ستمبر په ۱۶ خپرې شوې، تاییدوي چې دا ښکارنده په دوامداره توګه پراخیږي.

دغې مجلې اعلان کړی چې څیړونکو په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۰۰۵ مسلمانانو څخه په ټیلیفوني سروې او کابو  ۱۰۰۰ په فرانسې کې اوسیدونکو مسلمانانو، پرته له دې چې د کوم ملیت وي، په انلاین موازي سروې تکیه کړې ده.

«ژون افریک» اعلان کړی چې دا مطالعه هغه تشه ډکوي چې د توکمپالنې ضده ټولنو له ډېر وخت راهیسې شکایت ترې کړی، ځکه د کورنیو چارو وزارت رسمي شمېرې یوازې د مسلمانانو پر وړاندې د ثبت شوو بریدونو شکایتونه حسابوي.

په هر حال، دې فرانسوي مجلې زیاته کړې، د موضوع طنز دا دی چې یوازې ۶۶ سلنه ځواب ویونکو تایید کړې چې د توپير په بڼه کې به شکایت کوي او دا سلنه په هغو کسانو کې چې مخکې له دې د دین پر  اساس له توپیر سره مخ شوي، ۵۸ سلنې ته راټیټیږي.

فرانسوي چارواکو تېر جولائی کې اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۵ کال تر منځ پورې د مسلمانانو کړنو په ضد  د ثبت شوو موردونو  شمېر د تېر کال په پرتله ۷۵ فیصده  زیات شوی او پر اشخاصو بریدونه درې برابره شوي دي. 

captcha